pashto new and sad poetry 2017

Your ads will be inserted here by

Easy Plugin for AdSense.

Please go to the plugin admin page to
Paste your ad code OR
Suppress this ad slot.

pashto new and sad poetry 2017

زۀ د جام، زۀ د ساغر، زۀ د کاسې یم
ساقي هسې اور خورک د زمانې یم

د سکروټو غت مجمر را پيمانه کړه؛
انګار خورم سکروټې خورم نوش د لمبې یم

[قانع]


جانانہ لا ڑے آسمانی شوے

آسمان چے زمکے لا رازی قیامت با وی


ساړه ساړه اسویلی مه کړه

په جرګه راشه چې خبره پاکه شینه


خلک به وژني، کلیمه به ورله هم نۀ ورځي؛

او نوم پۀ خولۀ کې به قلارې د جهاد ساتي!

[اسیر مشواڼی]


چې ښکته ځې خال مې سهي کړه

د ښکتنیو نجونو ‌‌‌‌‌‌ډير دي شنه خالونه


ﺍﺗﻠﻪ ﺗﺎ ﺧﻮ ﭘﯿـښـﻮﺭ ﭘﺮﯾـښـﻮﺩ ﮐﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﻻړﯼ !

ﺧﻮ ﻣﺎ ﺩ ځـﺎﻥ ﺳﺮﻩ ﭘټ ﻋﻤﺮ ﻟﻪ ﮊړﻟﻲ ﮐﻮﺭ ﮐﯥ.


شونډې دې بوسي بوسي کیږي

زما په سر به چا پیغور درکړې وینه


ما دے قیامت تمہ لارلہ

تا رانہ واخستل پہ دے دنیا لاسونہ


pashto new and sad poetry 2017

جانانہ دا د کوم عادت دے

چہ نوے یار کڑی زوڑ لہ ورکی رخصتونہ


طبيبه لاس مې څله ګورې
زه خو اشنا د زړه په سر ويشلی يمه


په خوله به وایم چې مې هیره يې،

چې په رښتیا دې هیروم ورک دې شمه


عادت مې تا وران کړو جانانه

چې اموخته دې په دې سپينه خولګۍ کړمه


ما دې ټوپﺉ په سر ګڼله

د جینکو په وار پیدا ورکه دې کړمه


پردي دې ټول راپسې وایي

خپل چې په بدو راته ګوري زړه مې چوینه


مئینه ته وې زه خو نه وم

ته چې اوس ځې نو زه دې نه ایسارومه


د مياشتې څه مسافري وي

موږه خواران خو پکې عمر تيرونه

نوی ملګرو ته ډیر ډیر هرکلے


pashto new and sad poetry 2017

خندا د شونډو په سر راوړه

ياره چې ختم مې د زړه دردونه شينه


زہ دہ غم په غنو پروت يم ته حوشخالہ يى اختر ته

زہ غريب په اختر سه کڑم صرف ستا دى مبارک شى

اختر مو ډیر ډیر مبارک شه


قلم راواخلئ ټوپک کیږدئ

چې له دنیا سره قدم پرقدم ځونه


شر مې بدی شي خو څه وکړم عالمه

چې سړي راپسې کور ته شر له راشي


دنـــیـــا دیار لـــــه ســــره زار کــه

دنیـابه تــــل وی یاران کله کله


پلاره تعليم راباندې وکړه

زه دې اولاد يم په تا ډېر لرم حقونه


پلاره تعليم راباندې وکړه

زه دې اولاد يم په تا ډېر لرم حقونه


وايي د خلکو د قسمت کرښې په لاسونو کې دې

لاس چې څوک نه لرې هغوی هم قسمتونه لرې


چي د اياز په مخ شيدا شو

محمود باچا د غلامانو غلام شونه


د دروازی د خوا ملنګه…!

الله دی مل شه مونږه ور پوری کوونه


د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشال حټک یم


د سترګو جنګ نه ډډه وکړه

دسترګو جنګ دزړګي خونه ورانوینه


څوک به سپک، څوک به درانه راپسې وایي

زه رحمن په درنو دروند، په سپکو سپک یم

(رحمن بابا)


هر کله راشې د يار غمه

که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړمه


Your ads will be inserted here by

Easy Plugin for AdSense.

Please go to the plugin admin page to
Paste your ad code OR
Suppress this ad slot.

اول راتګ دې په زاری وو

اوس دې راځی په غم لرلې جوابونه


خوېندې د ورور د کوره څه وړي

خواره زلفان په اوږو وړي په ژړا ځینه


واورې وریږي غورونه سپین شول

ګلان لاړل تور کارغان نارې وهینه


ستا دیدن نه مونږ مجبور یو ستا لیدل هم ضروری دی،

مونږ به سنګه یاره درشو په شیبو شیبو باران کښی.


د ښکلو جونو ذوق دې ورک شي

زه دلته ناست یم دوی په نورو پسې ځینه


سترګو ته رش د رنجوو ورکه

خولګۍ ته رنګ د دنداسې ورکه مېنه
——————————————-

افغانه پورته شه لاس راکړه

په وینو سره ځوانان مې تور لحد ته وړینه


مسافرۍ کې روژه راغله

یو خو ګرمي ده بل بېلتون مې ژروینه


زما د زړه جانان به راشي

د رنځور زړه به ورته ووايمه حالونه


زه د خپل وطن په خپلو وینو رنګ یم

د کلی ملا ګوره جنازی نه انکار وکو


خدايه د مور عمر يې ډېر کړې

تر ګل ښايسته جانان يې ماته لوياونه


خدایه ور په غاړه کړی ټوپک ورته د ټول عمر

څوک چی قلم نه پریږدی زما د پښتنو سره


باران وریژی اوبه ډب شوی

جینئ پایڅی پورته کوی یار ته ورځینه


د لوبو وخت می وه هغه هم مزدورو اوخواړه،

قسمته زه څومره بی وخته ذلمۍ شوۍ یمه.


د لوبو وخت می وه هغه هم مزدورو اوخواړه،

قسمته زه څومره بی وخته ذلمۍ شوۍ یمه.


تورې دې سترګې تور دې خال دی

تورې دې وروځی تور اوربل زړګۍ مې وړينه


په مزدورۍ کې یې بې وخته وو پاخه لاوسونه

دې یو ماشوم مې نن لیدل واړه واړه لاوسونه


په مستانو کی د عقل خاوند غل دی

که په نورو خلکو خاص یی دلته عام یی

“رحمان بابا”


زما د قام د کمې بدبختۍ به درته وایم

چې څوک راځلمی کیږي په ټوپکو پسې گرځي


د زړه په سر مې ازغې مات شو

نه يې ويستۍ شم نه يې درد زغملای شمه


موږ به په ښارونو تاسو غره کې دعا وکڑی

ښکلې پښتونخوا ته په لمانځه کې دعا وکوڑی


کابل ته مه وايه چې وران شي

دا چې ورانيږي زما زړه ورسره چوينه


کـه دي نـــیت وي د کــعــبې د جـــوړولـــــو

د بــې وســه انســـان زړه جــوړ کړه کعـــــبه ده
( رحــــــمان بابا )


که د ځلمو نه پوره نه شوه

خوږه وطنه جینکۍ به دې ګټینه


د پسرلي علامې راغلې

په هره پوله شنه بنګړي مات شوي دینه


يوه کوټه څلور ئې کونجه

د حجره ګۍ طالبه خدای درکړې يمه.


جدائي راغله لارې دوه شوې

مرګ مې قبول دی جدائي نه قبلومه.


وړوکی ورور یې په ژړا کړئ

چې شین خالۍ خور یې په بام راوخیجینه


دا ستا د شنې لوپټې ځار شم

د وطن پيغلي زە پــە تــا فخر كومــە.


مینه دې وار تر وار ډيریږي

یا شهزاده یې یا دې کوډې کړي دینه.

we update our site on daily basis so if you read pashto sad poetry then please visit our site.

Your ads will be inserted here by

Easy Plugin for AdSense.

Please go to the plugin admin page to
Paste your ad code OR
Suppress this ad slot.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *