پښتو شعرونه

Your ads will be inserted here by

Easy Plugin for AdSense.

Please go to the plugin admin page to
Paste your ad code OR
Suppress this ad slot.

پښتو شعرونه

راشه پسرلیه بیرته ژوند خلکوته وښیه
ته بیرته د ښکلي ژوندون خوند خلکوته وښیه

ډیره موده کیږي چی له ژوند موښکلا تللي ده
بیرته د ښکلا اوژوند پیوند خلکوته وښیه

ډیروته په سپینومړوندونوخوب ګناه ښکاري
بیرته خوب د خپل یارپه مړوند خلکوته وښیه

ډیرخلک د ژوند سره اوس مینه سترګناه بولي
بیا د ژوند اومینی زد اوبند خلکوته وښیه

ھرڅه خدای پدی دنیا انسان ته پیداکړیدي
راشه دا حکمت د سترخاوند خلکوته وښیه

دلته یی ھیڅوک سپینوخبروته غوږنه نیسي
راشه د قیام د کلام پند خلکوته وښیه

Image may contain: sky, nature and outdoor

———————————

چی نه ظلم نه ستم وی نه وژل وی
خدایه داسی دونیاه جوړه کړی چی ورشو

Image may contain: 1 person


د مسافرو په شان راغى استقبال يې کوم
د نوي کال په سر شيندمه خپلې اوښكې خدايه!


پښتو شعرونه

شهنواز باقر وایې

Your ads will be inserted here by

Easy Plugin for AdSense.

Please go to the plugin admin page to
Paste your ad code OR
Suppress this ad slot.

ځان به ژوندى خښ کړم په ځمكه دومره مړي کېږي
د قبر ځاى به هم سبا په دې وطن کې نه وي


د ایمل مړوند شعر نن سبا زمونږ او ستاسو ټولو له حالاتو سره سمون خوري. همدرد

لکه مړ، له هدیرې سره روان یم
د خپل ځان له جنازې سره روان یم
اندامونه مې په هر قدم پرې کیږي
عجیبه ده، له جګړې سره روان یم
ماښامونه رانه تښتي ور پسې یم
رڼوم يې، له ډېوې سره روان یم
صبر صبر زوروره درنږدې یم
رسیدلی یم، له شپې سره روان یم
را وتلی یم خپل ځان پیدا کومه
بې تصویره، اینې سره روان یم
هر وګړی يې بې روحه لکه مړی
د دې ځای، له ښاریې سره روان یم
ـــــــــــــــ
ایمل مړوند

Pashto new and sad poetry 2017


سپى دي وي ژوندى دي وي (عبدالباری جهانی)
د هندوانو يو جوگى وو ډېر منلى
يوه شپه يې ډېر بېخونده خوب ليدلى
چي دى مړ سي بيا به بيرته ژوندى كېږي
په دوهم ژوند كي به څوك ورنه جوړېږي
كرۍ ورځ به يې تېرېږي په شخوندونو
پر مردارو پر چټلو امبارونو
تر نامه به يې چټلي څلور پښې وي
تل ككړه به يې خوله او دوې سږمې وي
هر سړي به وي له ځان څخه شړلى
ماشومانو به په لښتو وي وهلى
چي جوگي سو له درانه خوبه راپورته
سر يې كښته كړ د خپل گرېوان و لور ته
څوك چي داسي بدبختۍ ته برابر وي
تر ژوندون به يې مرگ سل ځله بهتر وي
چي د ژوند هره شېبه درته پرهار وي
دې دوږخ كي اوسېدل ولي په كار وي
جوگي وغوښتى مريد ويل هلكه
زه مرشد يم څه چي وايم هغه وكه
چي زه مړ سم زه به خوگ را ژوندى كېږم
دې مالت كي به نژدې درته اوسېږم
زه به گرځم پر چټلو پر مردارو
لوى او كم به مي شړي هر ځاى له لارو
ستا دي ياد وي زه له ورايه معلومېږم
په تندي كي به مي ټكي وي ښكارېږم
چي دي وليدلم ځانته مي نژدې كه
په تېره چاړه مي سر راڅخه پرې كه
ته پوهېږې دا ژوندون نه دئ سور اور دئ
هر گړى يې د دوږخ په لمبه تور دئ
كشكي زه له سره نه واى زېږېدلى
زما نصيب يې داسي نه واى راليكلى
هسي نه چي باقي ژوند راته سور اور كړې
د مرشد وصيت دي هېر كې مخ دي تور كړې
مريد وويل مرشده ستا قربان سم
ستا تر امر سپېلنى بلاگردان سم
ستا له امره به سر څرنگه پېچمه
وصيتونه به دي څنگه هېرومه
تر مرگي پوري خادم به د خپل پير يم
د خوگانو په گله كي درته ځير يم
وخت پوره سو جوگي ولاړ د خداى په كار سو
د پلرو په څېر لمبه پر سره انگار سو
يو كال وروسته جوگي بيرته را ژوندى سو
پر څلورو پښو روان د خوگ بچى سو
په گله كي به روان وو د خوگانو
گرځېدى پر امبارونو د ښاريانو
خپل مريد يې په تندي كي خال ليدلى
په گله كي يې له ليري پېژندلى
هم د لاس هم يې د سترگو اشاره كړه
له بغل څخه چاړه يې ورښكاره كړه
خوگ مريد ته ويل پام چاړه دي كښېږده
زه له ژونده يم راضي دا راته پرېږده
كه هر څو چټلۍ خورم كه خوار و زار يم
له سږمو كه تر لكۍ پوري مردار يم
كه مچان مي پر وجود باندي بوڼېږي
كه له پوسته مي د خلكو نفرت كېږي
كه سبا لا د قصاب چړې ته ځمه
تر سبا چي يم ژوندى پرېږده چي يمه
ما د خوگ په پوست كي ژوند نه وو ليدلى
دا ژوندون مي پر ځان نه وو آزمېيلى
د دې نوي ژوند لا بل رنگه مزه ده
پر مردارو چټليو مي مېله ده
زه دي خوگ زه دي چټل يم چي ژوندى يم
خوښ په ژوند يم كه سړى يمه كه سپى يم.


پښتو شعرونه

زه مسلمان يمه ايمان لـــــــــرمه
کمزورى نه يمه قران لـــــــــرمه

ستاله ټوپکه ويريدلاى نـــــــشم
زه عقيده لرم زبان لـــــــــــــرمه

ماداسلام په لاره تګ کــــــړى ده
زه په جنت کى هم جانان لــرمـه

Image may contain: 4 people, people sitting and outdoor


غريب سري يم سوك له لاري تاو كولي نشم .
په ما مين به د جونگري ته پخپله رازي . د فارسي ژبي شاعر سه خه فرمايلي .
خيال زندگي دردي ست بيدل
كه جز مرگ درمان ندارد


Image may contain: text


Image may contain: text


 

Your ads will be inserted here by

Easy Plugin for AdSense.

Please go to the plugin admin page to
Paste your ad code OR
Suppress this ad slot.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *